کابل : افغان خبریال او انځور اخیستونکی ،محمد عالم کبیري، د سرطان ناروغۍ پر وړاندې له څو میاشتو مبارزې وروسته ،د اګست په ۴مه، مړ شوی دی. د نوموړي ورور، رفیع کبیري، پر خپله فېسبوک پاڼه د هغه د مړینې خبر تایید کړی دی.

 

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، کبیري په ایران کې د سرطان د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده. هغه له اوږدې مودې راهیسې د ایران په یوه روغتون کې بستر و او د ناروغۍ له امله یې درملنه روانه وه.

 

طلوع نیوز مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې کبیري د درملنې د لوړ لګښت له امله له سختو ستونزو سره مخ و. نوموړي له رسنیزو ملاتړو بنسټونو، د خبریالانو له اتحادیو، سوداګرو او نړیوالو مرستندویانو څخه د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

 

کبیري په خپل بیان کې ویلي وو چې له ۲۵ کلونو ډېر یې په رسنیو کې کار کړی او هیله یې لرله چې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه به د هغه د درملنې لپاره همکاري وکړي. د رسنیو د معلوماتو له مخې، هغه له ژوندون، کابل نیوز او نورو رسنیو سره د خبریال او انځور اخیستونکي په توګه کار کړی و.

 

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ مسوول ،جمیل وقار، هم د کبیري د ناروغۍ پر مهال ویلي وو چې له نړیوالو بنسټونو یې د هغه د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده. د هغه پخوانیو همکارانو صیب‌ الله منطق او زمري مفکر هم له اړوندو ادارو غوښتي وو چې د کبیري د درملنې لګښتونه برابر کړي.

 

کبیري د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال په بېلابېلو رسنیو کې دنده ترسره کړې وه او د هېواد د رسنیزې ټولنې له پېژندل شوو کارکوونکو څخه شمېرل کېده. نوموړي د خبریالۍ ترڅنګ د تصویر اخیستونکي په توګه هم فعالیت کړی و.

 

د محمد عالم کبیري مړینه د افغانستان د رسنیزې ټولنې او د بیان د ازادۍ لپاره یو ستر زیان بلل شوی دی. د هغه پخوانیو همکارانو او د رسنیو ځینو ملاتړو بنسټونو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.