کابل : د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ،د اګسټ پر ۳مه، د نورستان ولایت له سېلاب ځپلو کورنیو سره اووه میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نقدي مرسته کړې ده.
د خونې د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نورستان د سفر پر مهال د خونې د عمومي رییس سید کریم هاشمي په حضور کې پر زیانمنو کورنیو ووېشل شوه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي له سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې خونه به د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو خلکو ملاتړ او لاسنیوی ته دوام ورکړي.


شال نیوز