سوات کې د کبل پر پولیس سټیشن د ځانمرګي برید له امله وژل شوي کانسټېبل حسین خان وروڼه، چې د هغه له مرګ وروسته له سعودي عرب څخه راستانه شوي، د خپل ورور د ژوند، کورنۍ او د هغه د مرګ له امله د رامنځته شوي غم په اړه د شال نیوز سره ځانګړې خبرې کړې دي. د شال نیوز خبریال عصمت علي اخون د حسین خان له کورنۍ سره لیدنه کړې او د هغوی احساسات او کیسه یې له نږدې را اخیستې ده.