پاړاچنار : د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د نادرا دفترونه، چې له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شوي او خپل عادي فعالیت یې پېل کړی دی.

 

د نادرا سرچینو ،د اګست په ۵مه، ویلي دي چې دفترونه وروسته له هغې د احتجاج په توګه تړل شوي وو چې د منځنۍ کرمې د تړه ‌لۍ په سیمه کې د نادرا د یوې ډلې پر موټر د ناپېژندو وسله ‌والو برید وشو.

 

د پولیسو په وینا، په دغه برید کې چاته مرګ‌ ژوبله نه ده اوښتې، خو د نادرا موټر زیانمن شوی و.

 

ځايي ټولنیز فعال مزمل حسین اغا ویلي دي، چې د دفترونو د ۱۶ ورځنۍ بندېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د شناختي کارډونو، ب فارم او نورو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره به هره ورځ دفترونو ته ورتلل، خو کارونه یې نه ترسره کېدل.

 

د ګورنر هاوس د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، د خلکو د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د نادرا چییرمین ته د دفترونو د سمدستي پرانیستلو لارښوونه کړې وه، چې له هغې وروسته د کرمې په ټوله ضلعه کې د نادرا دفترونه بېرته فعال شوي دي.