لکي مروت : د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې په برم خېل کلي کې د لاسي بم چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

 

پولیس وايي، چې د سیمې یو اوسېدونکي رشید له خپلو وروڼو سره د کورنۍ شخړې له امله لانجه کړې وه. د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړي د اګست پر ۴مه، د مازدیګر د لمانځه پر مهال خپل کور ته اور واچاوه او د کلي خلکو او د امن کمېټۍ غړو ته یې اجازه ور نه کړه چې د اور د مړ کولو لپاره کور ته ورنږدې شي.

 

د پولیسو په وینا، وروسته رشید د کور دننه لاسي بم وچاوداوه، چې له امله یې خپله رشید، یوه ښځه او یو ماشوم ووژل شول، او درې نور ماشومان ټپیان شول.

 

پولیسو ویلي، د پېښې د نورو علتونو په اړه پلټنې روانې دي. د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه لا نور معلومات نه دي خپاره شوي.