ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په لوکړ خېلو سیمه کې یو کس د لفظي شخړې وروسته خپل پلار د توفنګچې په ډزو وژلی دی.

 

د امنیتي چارواکو په وینا، د ،اګست په ۴مه، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او تورن کس یې لاس په لاس نیولی دی.

 

ویل کېږي، چې نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او له قانوني اجرااتو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

 

یادې پېښې د کورني تاوتریخوالي او د شخړو د سوله ‌ییز حل پر اړتیا یو ځل بیا اندېښنې راپارولې دي.