زابل : د افغانستان د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ اعلان کړی دی چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د تېرو پنځو میاشتو عملیاتو پر مهال ټولټال ۹ زره او ۴۷۶ کیلوګرامه (۹.۴ ټنه) نشي توکي او اومان نیولي او ،د اګست په ۵مه، یې د اړوندو ادارو او د ښاري محکمې د استازو په حضور کې له منځه یوړل.

 

د چارواکو په وینا، د دغو عملیاتو په تړاو یو شمېر مشکوک کسان او نقلیه وسایط هم نیول شوي، او دوسیې یې د قانوني څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.