برمل : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل د کالوشه سلورخېل سیمې اوسېدونکي وايي چې د ،اګست د ۴مې او ۵مې، ترمنځ شپه له شاوخوا یوې بجې راهیسې په سیمه کې د ډرونونو الوتنې او د بمبارۍ په څېر د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي دعوه کوي چې د استوګنې کورونو په شاوخوا کې هم چاودنې شوې دي، چې له امله یې په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې ده. د دوي په وینا، د شپې له یوې بجې وروسته د بېلابېلو وسلو غږونه اورېدل کېدل او ښځې، ماشومان او سپین ږیري اړ شول چې شپه په سخته وېره کې تېره کړي.
تر دې دمه د پېښې د هدف، د احتمالي برید د مسؤلیت، مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. د امنیتي ځواکونو او ضلعي انتظامیې له لوري هم د دې دعوو په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.
اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتي دي چې د پېښې سمدستي پلټنه وکړي، د ملکي وګړو د ژوند او مال خوندیتوب یقیني کړي او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره بېړني اقدامات وکړي.
شال نیوز دا معلومات په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.


ظفر وزير