پنجشېر : د افغانستان د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان ،احمدالله بدر، خپلو مخالفانو ته خبرداری ورکړی دی چې افغانستان ته د جګړې لپاره ننوتل اسانه نه دي او که څوک «ناسم ګام» پورته کړي، نو وبه وژل شي.

 

بدر دا څرګندونې ،د اګست په ۴مه، د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د سلګونو کارکوونکو او د ولایت د یوشمېر قامي مشرانو په حضور کي کړې دي. هغه ویلي: «افغانستان ته د جګړې لپاره ننوتل د شرابو د یوې غړپ په څېر اسانه نه دي؛ که ناسم ګام پورته کړئ، خپل سر به له لاسه ورکړئ او مړه به له دې نړۍ ولاړ شئ.»

 

نوموړي د طالبانو مخالف سیاسي څېرې او تګلارې ناکامې بللې او ویلي یې دي چې د ده په وینا، د هغوي ریښې له افغانستانه ایستل شوې دي. بدر د مخالفانو پر یوه شمېر مشرانو د نشي توکو او شرابو د کارولو تور هم لګولی او خبرې یې بې‌ اعتباره بللې دي.

 

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو مخالفې ډلې دعوه کوي، چې په وروستیو اوونیو کې یې د دې ډلې پر ځواکونو بریدونه زیات کړي دي. دغه ډلې طالبان د سیاسي خبرو، د ټولګډونه حکومت او د بشري حقونو د رعایت غوښتنې له پامه غورځولو تورنوي.