دوحه / سوات : د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا د سوات په کبل کې د پولیس تاڼې مخې ته شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی. وزارت ،د اګست په ۴مه، په خپله اعلامیه کې ویلي دي، چې قطر د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او هر ډول جنایت پر ضد ټینګ دریځ لري، که د دغو کړنو موخې او دلیلونه هر څه وي.
وزارت د وژل شویو کسانو له کورنیو، د پاکستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د زر روغتیا هیله کړې ده.
د اګست پر دویمه د کبل د پولیس تاڼې ترڅنګ هغه مهال چاودنه وشوه چې د سیمې خلک د امن لپاره او د وسله والو پر ضد په ولسي غونډه کي راټول شوي وو. د پولیسو په وینا، ځانمرګي بریدګر غوښتل د تاڼې له مرکزي دروازې تېر شي، خو د پولیسو له خوا تر درولو وروسته یې چاودېدونکي توکي وچول.
د وروستیو راپورونو له مخې، په چاودنه کي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي، چې ۷ یې پولیس او ۱۰ ملکي کسان وو، په داسې حال کې چې ۳۴ نور ټپیان شوي دي. د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او پولیسو د احتمالي همکارانو د نیولو هڅې پېل کړې دي.


شال نیوز