نیویارک : د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق، وايي چې تر اوسه د غړو هېوادونو ترمنځ طالبانو ته د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ ډول ګډې هڅې نه ترسترګو کېږي.

 

فرحان حق دا څرګندونې ،د اګست په ۴مه، په یوه خبري غونډه کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه وویل، چې د حکومتونو د رسمیت پېژندنې پرېکړه ملګري ملتونه نه، بلکې دولتونه کوي. د نوموړي په وینا، دولتونه پرېکړه کوي چې د یوه هېواد کومه اداره یا حکومت د هغه هېواد د رسمي حکومت په توګه وپېژني.

 

فرحان حق زیاته کړه چې تر اوسه د طالبانو په اړه داسې پرېکړه نه ده شوې او د ده تر معلوماتو پورې، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو ترمنځ هم د دې بهیر د پېل لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

 

له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلې ده.

 

ملګري ملتونه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت پر ځای د «بالفعل چارواکو» په توګه یادوي. نړیوالو هېوادونو او بنسټونو ویلي دي چې د طالبانو رسمیت پېژندنه به د ټولشموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي، او له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې له اقداماتو سره تړاو ولري.