واشنګټن : د رویټرز د تازه راپور له مخې، د سپېس ‌اېکس د فالکن ۹ راکټ د دویم پړاو شاوخوا څلور ټنه پاتې برخه، چې له تېر کال راهیسې په فضا کې ګرځېده، ښیي د ،اګست په ۵مه، سهار د سپوږمۍ له سطحې سره ټکر شوی وي. خو تر اوسه د دې پېښې مستقیم تصویر نه دی ترلاسه شوی او ساینسپوهان وايي چې د ټکر کره تایید به څو ساعته وخت ونیسي.

 

دا د ،ایلن مسک، د کومې فضايي الوتنې یا د سپېس‌ اېکس د یو نوي راکټ د ناکامېدو پېښه نه ده، بلکې د هغه راکټ پاتې شوې برخه ده چې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ پر ۱۵مه یې د فایرفلای ایروسپېس «بلو ګوسټ» سپوږمیزه کښتۍ سپوږمۍ ته لېږلې وه.

 

د راکټ دغه دویم پړاو له ماموریت وروسته په فضا کې پاتې شو. د دې پړاو تیل یا توانایي ختمه شوې وه او نور یې د خپل مدار د بدلولو یا د کنټرولولو وس نه درلود. د ناسا او سپېس‌ اېکس په وینا، د لمر فعالیت او د جاذبې قوې ګډو اغېزو د راکټ دغه برخه د سپوږمۍ پر لوري بیولې ده.

 

تمه وه چې دغه فضايي پاتې شونی به د امریکا د ختیځ وخت له مخې د سهار په ۲:۳۵ بجو او د نړیوال وخت له مخې په ۰۶:۳۵ بجو، د سپوږمۍ د لویدیځې غاړې د «اینسټاین» کندې ته نږدې ولګېږي. د ټکر پر مهال یې سرعت په ساعت کې شاوخوا ۸ زره او ۶۹۰ کیلومتره اټکل شوی و.

 

ساینسپوهان اټکل کوي چې د دې ټکر له کبله به د سپوږمۍ پر مخ شاوخوا ۱۸ متره پلنه او څلور متره ژوره کنده جوړه شي او د سپوږمۍ دوړې او د ډبرو ټوټې به فضا ته پورته شي. دا پېښه له ځمکې په لوڅو سترګو نه لیدل کېږي.

 

ناسا هڅه کوي چې د ځمکنیو تلسکوپونو او د سپوږمۍ په مدار کې د ګرځېدونکو فضايي وسایلو په مرسته د ټکر ځای عکسونه واخلي. د ناسا په وینا، د ځینو تصویرونو ترلاسه کېدل ښیي څو ورځې وخت ونیسي.

 

ناسا وايي، چې دغه پېښه ځمکې ته هېڅ خطر نه لري؛ خو د سپوږمۍ د سطحې، د انسان جوړو فضايي وسایلو د ټکرونو او د فضايي پاتې شونو د سم مدیریت په اړه د څېړنې لپاره مهم معلومات برابرولی شي.

 

له سپوږمۍ سره د انسان جوړو فضايي وسایلو ټکرونه ډېر کم پېښېږي. په ۲۰۲۲م کال کې د چین د یو راکټ یوه برخه هم سپوږمۍ سره لګېدلې وه، په داسې حال کې چې ناسا په ۲۰۰۹م کال کې د څېړنې لپاره د راکټ یوه برخه قصداً سپوږمۍ ته غورځولې وه.