پېښور : د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف له خوا اعلان شوې جلسه ،د اګست په ۵مه، ترسره شوه چې پکې د ګوند ګڼ شمېر کارکوونکو او پلویانو ګډون کړی و. د ګوند مشرانو د جلسې پر مهال د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه او د راتلونکو احتجاجي فعالیتونو اعلان یې هم وکړ.
د جلسې مرکزي ویناوال او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،سهیل افریدي، اعلان وکړل چې د سپتمبر په ۲۷مه به د عمران خان د خوشي کېدو لپاره اسلام اباد ته د مارچ پېل کېږي. هغه دا اعلان د خپلو پلویانو د چکچکو په منځ کې وکړ او ویې ویل چې ګوند به خپل احتجاجي تحریک لا پراخ کړي.
سهیل افریدي د خپلې وینا پر مهال پر مرکزي حکومت سختې نیوکې وکړې او دعوه یې وکړه چې عمران خان سره په زندان کې ناسم چلند کېږي. د هغه په خبره، د تحریک انصاف بنسټګر له خپلو بنسټیزو حقونو محروم ساتل شوی دی او ورسره د یو بندي په توګه قانوني او انساني چلند نه کېږي. هغه وویل چې د ګوند راتلونکی احتجاجي پړاو به د عمران خان د خوشي کېدو لپاره وي او د سپتمبر ۲۷مې مارچ به د دې تحریک مهمه برخه وي.
جلسې ته د تحریک انصاف یو شمېر مرکزي او صوبایي مشرانو هم ویناوې وکړې. هغوي پر حکومت نیوکې وکړې او دعوه یې وکړه چې عمران خان ته د مناسبې طبي درملنې اسانتیاوې نه ورکول کېږي او له خپلو خپلوانو سره د لیدنې حق هم ترې محدود شوی دی. ویناوالو وویل چې حکومت باید د قانون له مخې هغه ټول حقوق ورکړي چې هر بندي ته ترلاسه وي.
د ګوند مشرانو خپلو پلویانو ته د راتلونکو احتجاجي فعالیتونو لپاره د چمتووالي غږ هم وکړ او ویې ویل چې د عمران خان د خوشي کېدو لپاره به خپلې سیاسي هلې ځلې دوامدارې وساتي.
دا جلسه د عمران خان د نیول کېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت راجوړه شوې وه. تحریک انصاف هر کال د اګسټ په پنځمه د هغه د نیول کېدو پر ضد احتجاجي غونډې او سیاسي فعالیتونه ترسره کوي.
د جلسې لپاره د پېښور د موټروې ټول پلازې ته نږدې په کرکټ ګراونډ کې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي وو. چارواکو د غونډې له پېل مخکې او پر مهال د امنیت لپاره ځانګړي انتظامات کړي وو او د جلسې پر مهال کومه لویه امنیتي پېښه راپور نه شوه.
تر اوسه د پاکستان وفاقي حکومت د تحریک انصاف د مشرانو د هغو دعوو په اړه کوم تازه رسمي غبرګون نه دی ښودلی چې ګواکې عمران خان له خپلو بنسټیزو حقونو او د درملنې له اسانتیاوو محروم ساتل کېږي.
بلخوا، د راولپنډۍ اډیاله جیل پولیسو مشر (سپرټنډنټ) د اګست په ۵مه، په بند کې د عمران خان درې کاله پوره کېدو په موقع د هغه د بند تفصیلي راپور د اسلام اباد هایي کورټ کې جمع کړی دی.
د سرچینو له مخې، د جیل پولیسو مشر په خپل راپور کې ویلي دي چې پخواني وزیر اعظم عمران خان سره هېڅ ناروا چلند نه کېږي او هغع ته په جیل کې ټول سهولتونه ورکړی شوې دي.


شیراز خان