چمن : د پلوچستان په چمن ضلعه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تحریک انصاف له خوا ،د اګست په ۵مه، احتجاجي لاریون شوی دی. دا لاریون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر او د قامي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر محمود خان اڅکزي په غوښتنه جوړ شوی و.
په لاریون کې د دواړو ګوندونو مشرانو، کارکوونکو او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ. لاریون د ښار له بېلابېلو سړکونو تېر شو، چې ګډونوالو پکې د ګوندونو بیرغونه، بینرونه او پلې کارډونه پورته کړي وو.
ګډونوالو د عوامي حقونو، د اساسي قانون د بالادستۍ، د جمهوري ارزښتونو د ساتنې، سیاسي ثبات او د عمران خان د خوشي کېدو په حق کې شعارونه ورکول.
د لاریون ویناوالو وویل چې دوي پر سوله ییزه سیاسي مبارزه باور لري او د خلکو د اساسي او جمهوري حقونو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي. هغوي وویل چې په هېواد کې د اساسي قانون او قانون بالادستي، د خلکو د رایې درناوی او د بنسټیزو حقونو ساتنه د وخت مهمه اړتیا ده.
ویناوالو غوښتنه وکړه چې د خلکو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې دې زر تر زره هوارې شي، جمهوري بهیر دې پیاوړی او د سیاسي ثبات لپاره دې د اساسي قانون او قانون بشپړه پلي کېدنه یقیني شي. هغوي وویل، چې د عوامي حقونو تر ترلاسه کېدو پورې به یې سوله ییزه سیاسي مبارزه روانه وي.


نعيم اچکزئي