واشنګټن : امریکا او پاکستان وايي، چې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې، د سرحدي امنیت د پیاوړتیا او د ترهګرو د ملاتړ شبکو د مخنیوي لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

دا څرګندونې ،د اګست په ۵مه، د دواړو هېوادونو په ګډ رسمي بیان کې شوې دي. په بیان کې راغلي دي چې د امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد څلورم ډیالوګ د اګست پر څلورمه په واشنګټن کي ترسره شو.


 



د خبرو مشري د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د امریکا همغږي کوونکي سفیر ګریګوري لوګر فو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي منشي سفیر نبیل منیر کوله.

 

دواړو لورو د ترهګرۍ د اوسني وضعیت په اړه نظرونه شریک کړل، د ګډې همکارۍ د پراخولو لارې یې وڅېړلې او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا ترڅنګ یې د ترهګرو د ملاتړ او اسانتیا برابرولو شبکو پر ضد د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

 

په ګډ بیان کې ویل شوي دي چې امریکا او پاکستان د هغو ډلو پر ضد ګډ هوډ لري چې د دواړو هېوادونو د وګړو امنیت او د سیمې ثبات ګواښي. په دې ډلو کي داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان لېبریشن ارمي او د هغې اړوندې ډلې شاملې دي.

 

دواړو حکومتونو ژمنه کړې ده چې د ترهګرۍ ضد همکاري به د خپلو هېوادونو د خوندي ساتلو او په سیمه کي د سولې، سوکالۍ او ثبات د ټینګښت لپاره دوامداره وساتي.