پېښور : نن د اګست په پنځمه په ټولې خیبر پښتونخوا کې د پولیسو د شهیدانو ورځ په درناوي ونمانځل شوه. د دې ورځې په مناسبت په بېلابېلو ضلعو کې ځانګړې غونډې، د ګلونو اېښودلو مراسم، فاتحه‌ خوانۍ او د شهیدانو د کورنیو د درناوي پروګرامونه ترسره شول.

 

چارواکو او ویناوالو وویل، چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ او جرمونو پر ضد مبارزه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او د امن په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی دی.

 

د پولیسو چارواکو په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ چې د شهیدانو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي او د هغوي کورنۍ د پولیسو د ادارې برخه ګڼل کېږي. دوي وویل، چې د شهیدانو د کورنیو ملاتړ او هوساینه د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

 

 

د کوهاټ د پولیسو شهیدانو ورځې نمانځ غونډه

 

د کوهاټ نمانځ غونډه :

 

په همدې تړاو د کوهاټ د پولیسو کلب کې د شهیدانو د ورځې مرکزي غونډه جوړه شوه، چې پکې د پولیسو د شهیدانو کورنیو، قامي مشرانو، ځوانانو، د حکومت چارواکو، د رسنیو استازو او امنیتي مسئولینو ګډون کړی و.

 

د غونډې ځانګړی مېلمه د ۹م ډویژن جنرل کمانډنګ افسر و، چې د پولیسو د مېړانې، زړورتیا او قربانیو ستاینه یې وکړه. نوموړي د شهیدانو له کورنیو سره وکتل او هغو ماشومانو ته یې جایزې ورکړې چې د پولیسو د شهیدانو د قربانیو په اړه یې ویناوې وړاندې کړې وې.

 

بلخوا په بره دیر کې د پولیسو د شهیدانو ورځې مرکزي ضلعي غونډه د پولیسو په مرکز کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د بره دیر د پولیسو مشر اسلم نواز (پي ایس پي)، د دیر سکاوټس د ۱۸۴ ونګ قوماندان لفټننټ کرنل ابرار، اضافي مرستیال کمېشنر، د پلټنو ایس پي محمد الیاس خان، د پولیسو او ضلعي انتظامیې چارواکو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، د رسنیو استازو، د شهیدانو وارثانو، غازیانو او پولیسو سرتېرو ګډون کړی و.

 

د غونډې پر مهال د پولیسو چمتو دستې د شهیدانو یادګار ته سلامي وړاندې کړه، د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې، فاتحه‌ خواني وشوه او د شهیدانو د لوړو درجو او د هېواد د سولې او امنیت لپاره ځانګړې دعا وشوه.

 

ویناوالو وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ او جرمونو پر ضد مبارزه کې بې سارې قربانۍ ورکړې دي او د امن د ټینګښت لپاره یې تاریخي خدمتونه ترسره کړي دي. د دیر سکاوټس قوماندان لفټننټ کرنل ابرار په خپله وینا کې وویل، چې د پولیسو د شهیدانو قربانۍ د ټول ملت ګډه شتمني ده او د هغوي خدمتونه به تل په درنښت یادېږي.

 

 

د بره دیر د پړلیسو د شهیدانو ورځې نمانځ غونډه | جاوید ملنګ

 

د بره دیر نمانځ غونډه : جاوید ملنګ

 

د بره دیر د پولیسو مشر اسلم نواز وویل، چې د پولیسو شهیدان د ملت ویاړ دي او د هغوي د قربانیو په برکت د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني شوې ده. هغه زیاته کړه چې په ځانګړي ډول په بره دیر کې د پولیسو د خدمتونو معیار د ستاینې وړ دی او د دې ضلعې پر زړورو، فرض‌ شناسو او ولس‌ پالو پولیسو ویاړي.

 

د غونډې په پای کې د بره دیر د پولیسو مشر د شهیدانو له کورنیو سره جلا جلا وکتل، د هغوي ستونزې یې واورېدې او د درناوي په توګه یې ورته ډالۍ هم ورکړې.

 

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د شهیدانو د ورځې دا مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د دې صوبې پولیس له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو او امنیتي ننګونو کې د ګڼو مرګونو او ټپیانو له امله د پاکستان له هغو ادارو شمېرل کېږي چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.

 

د راپورونو له مخې، د روان کال د جون میاشتې تر پای پورې ،په خیبر پښتونخوا کې، شاوخوا ۱۳۰ پولیس سرتیري وژل شوي وو چې دا شمیر په جولایۍ کې لا هم زیات شوی دی.