لکي مروت : د جماعت اسلامي په لکي مروت کې له ۱۲ زیات مشران او کارکوونکي د دې ګوند له غړیتوب او تنظیمي ذمه وارۍ څخه د استعفا دعوه کوي، خو ځینو هغو کسانو چې نومونه یې یاد شوي، ویلي چې دوي هېڅ استعفا نه ده ورکړې.
د استعفا دعوه کوونکو کسانو ،د اګست په ۵مه ویلي دي، چې د جماعت د داخلي چارو، پالیسیو او تنظیمي طرزِ عمل له امله ناهیلي شوي دي. د دوي په وینا، د کارکوونکو نظرونو ته پوره پام نه کېږي او له همدې امله په تنظیم کې بې باوري او نارضایتي زیاته شوې ده.
په همدې حال کې، د جماعت ځینو داخلي سرچینو دعوه کړې ده چې یوه ځانګړې ډله د جماعت د پرمختګ مخه نیسي او غواړي پر تنظیمي چارو خپل نفوذ وساتي. د سرچینو په وینا، هغه کس چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د سیاسي چارو د ضلعي څانګې نګران ټاکل شوی و، په اړوندې غونډه کې موجود نه و.
یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «زه په جماعت کې د یوې ځانګړې ډلې د پرېکړو پابند نه یم. که له جماعت څخه وایستل هم شوم، پروا نه کوي؛ ځکه له زړه مې د جماعت اسلامي مینه نه شي وتلی.»
د استعفا دعوه کوونکو ویلي دي، چې دوي له اوږدې سلا مشورې وروسته دا پرېکړه کړې او د خپل راتلونکي سیاسي لوري په اړه به وروسته اعلان وکړي.
تر اوسه د جماعت اسلامي د لکي مروت ضلعي مشرتابه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړی. شال نیوز په خپلواکه توګه د استعفا کوونکو د کره شمېر او د ټولو دعوو تایید نه دی کړی.


غلام اکبر مروت