واشنګټن : پاکستان د امریکا د ویزو هغه نوي دایمی فهرست کې شامل شوی دی. چی وګړي به یې د امریکایي ویزو لپاره مالي ضمانت نه جمع کوي. د دې پرېکړې نه پس هغه پاکستاني وګړي چې د سوداګرۍ او سیاحت لپاره د بي-۱ او بي-۲ ویزو غوښتنلیکونه ورکوي، د دې پروګرام له مخې د ۱۰ زرو، ۱۵ زرو یا ۲۰ زرو ډالرو مالي ضمانت ورکولو ته اړ نه دي.

 

د امریکا د وفاقی رجسټرۍ له مخې، دا دایمي پروګرام د ۲۰۲۶م کال د اګست پر درېیمه نافذ شوی دی. د پروګرام له مخې، د ټاکلو هېوادونو هغه غوښتونکي چې د ویزې نور شرایط پوره کړي، د قونسلګرۍ د افسر د پرېکړې له مخې د مالي ضمانت ورکولو ته اړ کېدی شي.

 

امریکايي چارواکي وايي، چې د دې پروګرام موخه دا ده چې مسافر له خپلې قانوني مودې وروسته په امریکا کې له پاتې کېدو راوګرځول شي. ضمانت هغه مهال بېرته ورکول کېږي چې مسافر د ویزې شرایط پوره کړي او پر ټاکلي وخت له امریکا ووځي؛ خو که شرایط مات کړي، ضمانت یې ضبطېدی شي.

 

پاکستاني غوښتونکي لا هم باید د ویزې عادي فیس، غوښتنلیک، مرکه او نور د ویزو شرایط بشپړ کړي. د دې ضمانتي پروګرام نه شتون د ویزې د منظورۍ یا امریکا ته د داخلېدو ضمانت نه دی.

 

د پاکستان د نه شاملېدو دقیق رسمي علت نه دی اعلان شوی. امریکا په عمومي ډول د هېوادونو د ټاکلو لپاره د ویزې له مودې د زیات پاتې کېدو کچه، د معلوماتو شریکول، د شناخت او د سابقه جرمونو د اسنادو ارزونه او د سفر د اسنادو خوندیتوب په پام کې نیسي.