اسلام اباد : د اسلام اباد دوه خبریالان، رازي طاهر او محمد سیف، د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې لادرکه دي. د سي پي جی په خبره، دواړه خبریالان د پولیسو په جامو کې، څو کسانو له یوه دفتره له ځان سره بیولي دي. له هغې وروسته د هغوي د اوسني ځای او روغتیا په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
فریډم نیټورک له اسلام اباد پولیسو غوښتي دي چې د دواړو خبریالانو څرک زر ولګوي، په خوندي توګه یې بېرته راولي او د دوي د ورکېدو مسؤل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
د خبریالانو د ساتنې نیویارک مېشتې کمېټۍ، چې لنډ نوم یې «سي پي جی» دی، هم له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې د رازي طاهر او محمد سیف د اوسني ځای او قانوني حالت په اړه سمدستي معلومات ورکړي.
د دې کمېټۍ په وینا، که دواړه خبریالان د حکومت په بند کې وي، چارواکي باید د هغوي قانوني حقونه خوندي کړي او که له قانوني جواز پرته نیول شوي وي، زر تر زره یې خوشې کړي.
تر دې دمه د اسلام اباد پولیسو او وفاقي حکومت له خوا د دغې دعوې په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.


شال نیوز