خیبر : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل او جمرود تحصیلونو کې خلکو شکایت کړی دی چې ځینې قصابان او د هوټلونو خاوندان د ناروغ او د مرګ په حال کې حلالو شویو څارويو غوښه خرڅوي او پخوي.

 

ځايي اوسېدونکو ،د اګست په ۵مه، ویلي دي چې د مناسبې حلالخانې د نشتوالي له امله په دواړو سیمو کې ډېر څاروي له رسمي او طبي معاینې پرته حلالېږي. د دوي په وینا، د پسونو او وزو حلالول په پټو او ناپاکو ځایونو کې کېږي، څو د چارواکو له قانوني اقدامه ځانونه وساتي.

 

دوي زیاته کړې ده چې د غویانو ډېره غوښه له پېښوره راوړل کېږي، خو د څارويو د روغتیا او د غوښې د کیفیت په اړه یې هېڅ باوري ضمانت نشته. ځايي سرچینې وايي، چې له خیبره بهر راوړل شوې غوښه هم په سمه توګه نه کتل کېږي او پر ډېرو حلالو شویو څارويو د رسمي تائید مهر نه لګېږي.

 

د لنډي کوتل اوسېدونکي ثواب خان وویل، چې ده په خپلو سترګو لیدلي چې یوه ناروغه وزه یو ځايي کس یو قصاب ته په ډېره ټیټه بیه وپلورله. د ده په وینا، قصاب هغه وزه حلاله کړه او وروسته یې غوښه په خپل دوکان کې خرڅه کړه. ثواب خان وویل، په لنډي کوتل کې د یو ناروغ څاروي د پټې حلالې شوې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو له پراخ خپرېدو وروسته د داسې غوښې خرڅلاو لږ شوی دی.

 

بل اوسېدونکي صدر ګل وویل، چې په بازارونو کې د غوښې پر کیفیت د پلورونکو او پېرېدونکو ترمنځ شخړې اوس عادي شوې دي، ځکه ډېر خلک د ناپاکې او له روغتیايي پلوه د نامناسبې غوښې له خوړلو اندېښمن دي. نوموړي وویل، چې په خیبر کې هره ورځ لسګونه څاروي حلالېږي، خو چارواکو تر اوسه په لنډي کوتل او جمرود کې د څارويو د حلالولو لپاره مناسب ځای نه دی جوړ کړی.

 

د صدر ګل په وینا، د حلالخانې د نشتوالي له امله د عامو خلکو شکونه هم زیات شوي او ځینې خلک پر دې اندېښنه لري چې ښیي د ادارې کمزورې څارنه د ناپاکې غوښې د خرڅلاو زمینه برابره کړې وي. هغه زیاته کړه چې د لنډي کوتل بازار له تېرو څو لسیزو راهیسې د پسونو د غوښې د کباب او کراهۍ له امله مشهور و، خو د ناپاکې غوښې د خرڅلاو وروستۍ موضوع د دغو دودیزو خوړو پر کاروبار ناوړه اغېز کړی دی.

 

ځايي سرچینې وايي، د څارويو د حلالولو او د غوښې د خرڅلاو د څارنې لپاره باید سمدستي یو ځانګړی د مالدارۍ ډاکټر وګومارل شي، څو د ناروغو څارويو د حلالولو مخه ونیول شي او بازارونو ته د روغتیايي معیارونو سره سمه غوښه ورسېږي.

 

د حلالو خوړو ادارې مرستیال مشر ،الطاف خان، ومنله چې د ناروغو څارويو حلالول او د هغوي د غوښې خرڅول غیرقانوني دي، خو ویې ویل چې د مناسبې حلالخانې د نشتوالي له امله یې د قصابانو او د غوښې له پلورونکو سره تر یوه حده نرمي کړې ده.

 

د لنډي کوتل مرستیال کمشنر وویل، چې انتظامیه به ډېر زر د غوښې پر خرڅلاو مرکزونو ناڅاپي چاپې ووهي او په بازارونو کې به د ناپاکې او د انسانانو د خوړلو لپاره د نامناسبې غوښې د خرڅلاو مخه ونیسي.