د اګست څلورمه د خیبر پښتونخوا د پولیسو د شهیدانو د قربانیو او خدمتونو د درناوي ورځ ده. په دې ځانګړي راپور کې د شهیدو پولیسو تاریخ، د هغوی قربانۍ او د هغو کورنیو ژوند ته کتنه شوې چې د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو درد یې لا هم ژوندی دی. راپور دا پیغام هم وړاندې کوي چې د امنیت ساتونکو قربانۍ د ټولنې ګډ مسؤلیت او نه هېرېدونکی امانت دی.
راپور: بي ارشد