د بنو هغه تاریخي کمپاونډ، چې په ۱۸۵۶ کال کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و، له بشپړې بیارغونې وروسته خپل پخوانی رنګ بېرته موندلی دی. په دې پروژه کې نیکلسن هاوس، انګرېزي روم، د کمېشنر او ډپټي کمېشنر دفترونه، کچهرۍ او نورې تاریخي ودانۍ ورغول شوې دي. سربېره پر دې، یو نوی کانفرنس هال او جم خانه هم جوړه شوې ده. د بنو کمېشنر خالد محمود وایي، پر دې پروژه ۱۳ کروړه او ۸۴ لکه روپۍ لګښت راغلی، چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورکړی دی. د دې بیارغونې موخه د تاریخي ودانیو ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د سیمې تاریخي میراث رسول دي.