واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل د کڑیکوټ سیمې اوسېدونکي وايي، چې د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ پر ۱۵مه د شوې بم چاودنې زیانمنو کورنیو ته تر اوسه حکومتي مرسته نه ده رسېدلې.

 

د ځايي خلکو په وینا، په چاودنه کې درې جوماتونه سخت زیانمن شوي، د کڑیکوټ بازار ګڼ دوکانونه او نږدې کورونه هم ویجاړ شوي دي. دوي وايي، چې له پېښې څو اوونۍ تېرې شوې، خو لا هم د زیانونو رسمي سروې نه ده شوې او د بیارغونې لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.

 

د سیمې اوسېدونکي دعوه کوي چې د دوي منتخب استازي، د قامي اسمبلۍ غړی زبیر خان وزیر او د صوبايي اسمبلۍ غړی عجب ګل وزیر، تر اوسه د زیانمنو خلکو د پوښتنې، د تاوانونو د ارزونې او مرستو لپاره سیمې ته نه دي ورغلي.

 

خلکو د ضلعي انتظامیې او د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې پر چوپتیا او بې‌ پروايۍ سختې نیوکې کړې دي.

 

دوي له ضلعي انتظامیې، اړوندو صوبايي ادارو، قامي او صوبايي استازو او د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې ده چې د زیانمنو سیمو سمدستي او روڼ سروې وکړي، د جوماتونو، بازار او کورونو د بیارغونې لپاره ځانګړې مرستندویه طرحه اعلان کړي او زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مالي مرسته ورکړي.

 

د سیمې خلکو خبرداری ورکړی دی چې که د زیانمنو کسانو د ستونزو د هواري او بیارغونې لپاره زر ګامونه پورته نه شي، نو د محرومۍ احساس به لا زیات شي.