پېښور : د پېښور پولیسو په ښار کې د یوې ممکنه ترهګریزې پېښې د مخنیوي دعوه کړې او ویلي یې دي چې ،اګست په ۶مه، یې د هشنغرۍ د میلاد چوک په سیمه کې له یوې مشکوک سوزوکي څخه درې لاسي بمونه، یو سموګ ګن او نور چاودېدونکي توکي ترلاسه او شنډ کړي دي.

 

د پولیسو په وینا، د مشکوک سوزوکي په اړه تر اطلاع ترلاسه کېدو وروسته امنیتي ځواکونه او د بم شنډولو ډله سیمې ته ورسېدل او سوزوکی یې خپلې ولکه کې واخیسو. وروسته یې په سوزوکپ کې موجود ټول چاودېدونکي توکي په خوندي ډول شنډ کړل.

 

پولیس وايي، په سوزوکي کې سپاره دواړه مشکوک کسان د نورو پلټنو لپاره اړوند پولیس سټېشن ته لېږدول شوي دي. د پولیسو په خبره، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او هڅه کېږي معلومه شي چې دغه چاودېدونکي توکي د څه مقصد لپاره لېږدول کېدل.