سکردو : پاکستاني پوځي هیلی کاپټرو د براډ پیک له واورو پوښلو لمنو څخه د هغو پنځو غرختونکو مړي سکردو ته رسولي دي چې د ،جولایۍ پر ۳۱مه، د واورې په ښوېدنه کې وژل شوي وو.
د الپاین کلب پاکستان مشر میجر جنرل (ر) عرفان ارشد خان ،د اګست په ۶مه، ویلي دي، چې مړي لومړی د براډ پیک له لومړني کیمپ څخه د سکردو پوځي هوايي اډې ته او وروسته پوځي روغتون ته ولېږدول شول.
د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، له دې تازه انتقال سره د راایستل شویو مړو شمېر اته ته رسېدلی، خو دوه غرختونکي لا هم ورک دي او د هغوي د موندلو لپاره لټون روان دی.
په تازه راوړل شوو مړو کې مشهور برېتانوي ـ نیپالي غرختونکی نرمل پورجا، چینايي غرختونکی ژونګ وانګ او نیپالي غرختونکي نیما شرپا، ګیالو شرپا او کیلو شرپا شامل دي.
له دې وړاندې د اګست پر لومړۍ نېټه د ډلې د یو عماني، یوې امریکايۍ او یو نیپالي غړي مړي له غره راایستل شوي وو. د ژغورنې په عملیاتو کې پاکستاني او نیپالي غرختونکو، پوځ او ځايي ادارو برخه اخیستې ده.
د الپاین کلب پاکستان په وینا، د مړو راایستل له سختو او پېچلو غرنیو شرایطو سره سره ترسره شول. په سیمه کې لوړه ارتفاع، ډېره واوره، خراب موسم او ستونزمنه غرنیزه سیمه د لټون چارې له سختو خنډونو سره مخ کړې دي.
چارواکي وايي، د پاتې دوو ورک غرختونکو لپاره به د هوا او غرنیو شرایطو تر برابرېدو پورې لټون دوام ولري. د هغوي له سفارتونو سره تر همغږۍ وروسته د مړو اسلام اباد ته د لېږدولو چمتووالی هم روان دی.
د لس کسیزې نړیوالې ډلې غړي د نیپال، عمان، پاکستان، چین، برېتانیا او امریکا وو. د الپاین کلب پاکستان دغه پېښه د پاکستان د غرختنې له تر ټولو خونړیو پېښو څخه بللې ده.
براډ پیک د قراقرم په غرونو کې د شاوخوا ۸،۰۵۰ مترو په لوړوالي د نړۍ له لوړو څوکو څخه دولسمه لوړه څوکه ده. نرمل پورجا په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ ټولې ۱۴ له اته زره مترو لوړې څوکې په ریکارډ وخت کې سر کړې وې او د نړیوالې غرختنې په ډګر کې یې ځانګړی نوم درلود.


شال نیوز