پورټ اف سپېن، ټرېنېډاډ : پاکستان د اګست پر ۵مه، د دویم ټېسټ په څلورمه او وروستۍ ورځ، ویسټ انډیز ته د اته وکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دوو ټېسټونو سیریز یې یو ـ یو برابر کړ.
پاکستان د ۷۵ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. له دې بریا سره د پاکستان له هېواده بهر د ټېسټ لوبو د اتو پرله پسې ماتو لړۍ هم پای ته ورسېده. پاکستان له دې مخکې د ۲۰۲۳م کال په جولایۍ کې له سریلانکا سره له هېواده بهر ټېسټ لوبه ګټلې وه.
عبدالله شفیق په لومړۍ پاڼۍ کې ناسوځېدلې ۱۶۰ منډې وکړې. دا له ۱۹۷۷م کال وروسته په ویسټ انډیز کې د یو پاکستاني لوبغاړي لومړۍ له ۱۵۰ منډو زیاته ټېسټ پاڼۍ وه.
شفیق د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. پاکستان به د اګست پر ۱۹مه په لېډز کې له انګلستان سره د درې ټېسټونو سیریز پېل کړي.


شال نیوز