پېښور : د جماعت اسلامي د ښځو څانګې د پېټرولیم مصنوعاتو د بیو او پر پېټرول او ډیزلو د لیوي ټېکس د پرله‌ پسې زیاتېدو پر ضد ،د اګست په ۶مه، په پېښور کې احتجاجي ریلي ایستلې ده.

 

د جماعت اسلامي د خبرپاڼې له مخې، ریلي د هشتنګرۍ چوک څخه پېل او د جي ټي روډ له لارې تر اشرف روډ پورې ورسېده. په ریلي کې ښځو، زده‌ کوونکو او ماشومانو ګډون کړی و.

 

ریلي د جماعت اسلامي د ښځو څانګې د خیبر پښتونخوا منځنۍ حلقې مشرې حسینې کاشف، د پېښور ضلعي مشرې او پخوانۍ صوبايي اسمبلۍ غړې بلقیس حسین، پخوانیو قامي او صوبايي اسمبلۍ غړو عنایت بي بي او زبیدې اقبال، او صوبايي مرستیالانو ناهید او عظمیٰ خاتون مشري کوله.

 

د اشرف روډ پر سر غونډې ته د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا منځنۍ برخې مشر عبدالواسع او د پېښور ضلعي مشر بحرالله خان اېډوکېټ وینا وکړه.

 

مشرانو دعوه وکړه چې حکومت د ایران او اسراییل د کړکېچ په پلمه د پاکستان پر بېوزلو خلکو اقتصادي بار زیاتوي او د پېټرول او ډیزلو بیې یې لومړی په پنځلس ورځنۍ، بیا اوونیزه او اوس هره ورځ لوړوي.

 

دوي وویل چې حکومت د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق د فشار له امله پر هر لیټر د ۱۲۴ روپیو پورې لیوي ټېکس اخلي. د دوي په وینا، حکومت په تېر یو کال کې د لیوي ټېکس له لارې له خلکو څخه شاوخوا ۱۹۰۰ اربه روپۍ ترلاسه کړې، چې نږدې ۱۲۰۰ اربه روپۍ یې له هغو بېوزلو موټرسایکل‌ چلوونکو اخیستې دي چې د ټېکس په نظام کې هم شامل نه دي.

 

مشرانو پر حکومت نیوکه وکړه چې د عامو خلکو لپاره د اسانتیاوو پر ځای یې ستونزې زیاتې کړې، خو د جنرالانو، وزیرانو او افسرانو مراعات لا هم لوړېږي.

 

د جماعت اسلامي مشرانو اعلان وکړ چې د ګوند د مرکزي مشر انجینر حافظ نعیم الرحمن په غوښتنه به د اګست پر ۷مه په ټول هېواد کې د احتجاج ورځ ولمانځل شي. د دوي په وینا، پر موټروې او نورو مهمو لویو لارو به سوله‌ ییز احتجاجونه کېږي او یوازې امبولانسونو ته به د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.