ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، چې د نشي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ،د اګست په ۶مه، د کشفي عملیاتو پر مهال په مومندرې او غني خېلو ولسوالیو کې دوه تنه له ۴,۲۵۰ دانې نشي ګولیو سره نیولي دي.
د چارواکو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۱,۴۰۰ دانې «زیکب» او ۲,۸۵۰ دانې «تابلېټ کا» ګولۍ ترلاسه او ضبط شوې دي. امنیتي مسوولین زیاتوي، تورنو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال اعتراف کړی او له قانوني اجرااتو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


شال نیوز