بنو : د بنو تعلیمي بورډ د ثانوي سکول سرټیفکېټ، میټرک، د ۲۰۲۶م کال د کلنیو امتحانونو نتیجې اعلان کړې دي. په دې پایلو کې د لکي مروت زده کوونکو په ساینس او ارټس ګروپونو کې لوړې پوزېشنې ترلاسه کړې دي.
د پایلو اعلان ،د اګست په ۶مه، د امتحانونو کنټرولر ،محمد فاروق، د بورډ په احاطه کې د یوې دستورې پر مهال وکړ.
د بنو ډویژن کمشنر او د بنو تعلیمي بورډ چییرمېن ،خالد محمود، د دستورې ځانګړی مېلمه وو. نوموړي پوزېشن ترلاسه کوونکو زده کوونکو ته شیلډونه، سندونه او نغدي انعامونه ورکړل.
په دستوره کې د لکي مروت ضلعي اېجوکېشن افسر مفتاح الدین، د بنو تعلیمي بورډ سیکرټري نور عالم وزیر، د ایي ټي مرستیال ډایریکټر رفیع الله خان مروت، د تعلیمي ادارو مشران، استادان، والدین او زده کوونکي هم موجود وو.
د ساینس ګروپ په پایلو کې د لکي مروت سرای نورنګ د صاحبزاده تعلیمي کمپلېکس زده کوونکي فواد خان له ۱۲۰۰ څخه ۱۱۵۹ نمبره اخیستي او لومړی پوزېشن یې ترلاسه کړی دی.
د همدې ادارې احمد خان د ۱۱۵۷ نمبرونو په اخیستو دویم، او د لکي مروت د فیض ماډل هایي سکول محمد عبدالله یوسف د ۱۱۵۴ نمبرونو په اخیستو درېیم پوزېشن ګټلی دی.
د آرټس ګروپ په پایلو کې د لکي مروت د صدرخېل اباخېل ګورنمنټ ګرلز هایي سکول زده کوونکې ثانیه بي بي د ۱۰۹۹ نمبرونو په اخیستو لومړی پوزېشن ترلاسه کړی دی. د همدې سکول امیمه حسین د ۱۰۸۸ نمبرونو په اخیستو دویم پوزېشن ګټلی دی.
درېیم پوزېشن د صدرخېل اباخېل ګورنمنټ ګرلز هایي سکول ثنا ګل او د بنو د کوټکه جمعه خان ګورنمنټ ګرلز هایي سکول جویریې په ګډه ترلاسه کړی دی. دواړو زده کوونکو ۱۰۶۰ نمبره اخیستي دي.
د بنو ډویژن کمشنر او د تعلیمي بورډ چییرمېن خالد محمود پوزېشن ترلاسه کوونکو زده کوونکو، د هغوي والدینو او استادانو ته مبارکي ورکړه. نوموړي وویل چې د زده کوونکو دا بریا د هغوي د سخت محنت، د استادانو د غوره لارښوونې او د والدینو د بشپړې حوصلې نتیجه ده.


شال نیوز