کابل : د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه هغه وخت بشپړه کېدی شي چې د اسلامي امارت رسمي استازی هم په دې بهیر کې ونډه ولري. د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په ترڅ کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته رسېدو وروسته د پنځو کلونو پایلې او اغېزې ارزوي.
د اسلامي امارت ویاند ،ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې په نیویارک کې د افغانستان د اوسني واکمن نظام د رسمي استازي نشتوالی د راپور جوړولو په بهیر کې یوه لویه نیمګړتیا ده. د ده په وینا، په دې حالت کې د افغانستان پرمختګونه او د حکومت دریځ نړیوالې ټولنې ته په مستقیمه او روښانه توګه نه شي وړاندې کېدی.
سیاسي کارپوه متین ناصري وايي، چې د اسلامي امارت د رسمي استازي نه شتون د دې سبب کېږي چې د حکومت نظرونه او دریځونه د ملګرو ملتونو په غونډو او راپورونو کې په مستقیم ډول څرګند نه شي. نوموړي زیاته کړې چې که څه هم ملګري ملتونه له بېلابېلو سرچینو معلومات راټولوي، خو د رسمي استازي شتون کولی شي د معلوماتو په تبادله کې توازن رامنځته او د حکومت دریځ په دقیق ډول وړاندې کړي.
د ناصري په وینا، ملګري ملتونه باید د افغانستان په اړه بې طرفه رول ولوبوي، د افغان ولس ملاتړ وکړي، سیاسي خبرو ته زمینه برابره کړي، بشري مرستې همغږې کړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.
بل سیاسي کارپوه محمد حسن حقیار وايي، چې د رسمي استازي نشتوالی د افغانستان د وضعیت د روښانه انعکاس مخه نیسي. د ده په باور، په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي شتون کولی شي د هېواد د پرمختګ او نړیوالو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه برنا صالحي بیا وايي، چې د رسمي استازي د نشتوالي درې مهمې پایلې دي: د حکومت رسمي دریځ په مستقیم ډول نه وړاندې کېږي، راپورونه پر غیرمستقیمو سرچینو ولاړ وي او د معلوماتو د بشپړتیا په برخه کې تشه رامنځته کېږي.
صالحي ټینګار کړی دی چې ملګري ملتونه باید د سولې او ثبات لپاره د خبرو زمینه برابره کړي، بشري مرستې همغږې کړي، پر کره شواهدو ولاړ راپورونه خپاره کړي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل ملاتړ وکړي، د بشري حقونو ساتنه وکړي او د ټولو اړوندو خواوو نظرونه واوري.
له ۲۰۲۱م کال په اګست کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم له سیاسي ابهام سره مخ ده. د پخواني حکومت استازی لا هم د افغانستان د رسمي استازي په توګه پېژندل کېږي، خو اسلامي امارت په عملي توګه پر هېواد واک لري.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی دی چې د اوسني واکمن نظام له استازي پرته د افغانستان په اړه هره ارزونه به نیمګړې وي.


شال نیوز