کابل : د کلید رسنیز ګروپ د مالي او اقتصادي ستونزو له امله په کندهار، خوست او غزني ولایتونو کې خپل ولایتي دفترونه تړلي او په دغو ولایتونو کې یې ټول خبریالان او کارکوونکي له دندو رخصت کړي دي.
د ،اګست په ۶مه، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د یادې رسنۍ د لګښتونو زیاتوالی او د مالي سرچینو کمښت د دې پرېکړې اصلي لامل بلل کېږي. له دې اقدام سره د کلید رسنیز ګروپ ولایتي فعالیتونه په یادو درېیو ولایتونو کې درېدلي او ګڼ خبریالان له خپلو دندو بې برخې شوي دي.
د رسنیو فعالان وایي، چې په وروستیو کلونو کې د مالي سرچینو کمښت، د اعلانونو بازار کمزوري کېدل او د نړیوالو مرستو راکمېدل د افغانستان پر رسنیو سخت اغېز کړی، چې له امله یې یو شمېر رسنۍ تړل شوې او یا یې فعالیتونه محدود کړي دي.
د دوي په باور، د رسنیو کمزوري کېدل نه یوازې د خبریالانو پر کاري وضعیت منفي اغېز کوي، بلکې د خلکو لاسرسی هم خپلواکو او سیمه ییزو معلوماتو ته محدودوي.


شال نیوز