نیویارک : د ملګرو ملتونو امنیت شورا ،د اګست په ۵مه، د ترهګریزو بریدونو له امله نړیوالې سولې او امنیت ته د ګواښونو په اړه غونډه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیالې ټیمي بروس وویل، چې د داعش، القاعدې او اړوندو ډلو پر ضد مبارزه د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغې وویل، چې ترهګرې ډلې له بې ثباتۍ ګټه اخلي او په افغانستان کې د داعش خراسان ګواښ لا هم دوام لري.
بروس خبرداری ورکړ چې ترهګرې ډلې د سپوږمکۍ اړیکو، مصنوعي ځیرکتیا، بې پیلوټه الوتکو، ټولنیزو شبکو او ډیجیټلي اسعارو څخه د خلکو د جلبولو، مالي سرچینو برابرولو او بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارواکو په وینا، که څه هم د داعش مرکزي قومانده کمزورې شوې او د ډلې یو شمېر مشران له منځه تللي دي، خو دغه ډله لا هم د خپلو سیمه ییزو څانګو او خپرو شویو شبکو له لارې فعالیت کوي.
د چین د ملګرو ملتونو استازي سون لي وویل، چې د سرمنشي په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې، د داعش خراسان په ګډون، د پولې پورې غاړو بریدونو نیت او وړتیا زیاتوي. نوموړي له اسلامي امارت وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد خپلې ژمنې عملي او د ټولو وسله والو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي.
د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد هم وویل چې داعش خراسان د سیمه ییزو عملیاتو له امله کمزوری شوی، خو په افغانستان کې یې ګواښ لا هم د اندېښنې وړ دی. هغه دعوه وکړه چې تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، القاعده او ځینې نورې ډلې له افغانستانه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د جلب و جذب، روزنې او پلان جوړونې شبکې لري.
بل لوري ته، د ډیډ پرېس د راپور له مخې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې ویلي دي چې داعش په افغانستان کې «په بشپړه توګه ځپل شوی» او د دې ډلې ټول مرکزونه او اډې له منځه وړل شوې دي. مجاهد ټینګار کړی دی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکاروي.
په غونډه کې د داعش خراسان د جنګیالیو د شمېر، دقیقو مرکزونو یا د نوو بریدونو د پلان په اړه کومه تازه شمېره نه ده وړاندې شوې. همداراز د امنیت شورا د دې ناستې په پایله کې د نوي بندیز یا پرېکړه لیک اعلان نه دی شوی.
د څرګندونو له پرتله ښکاري چې امریکا، چین او پاکستان د داعش خراسان د پاتې عملیاتي توان په اړه اندېښنه لري، خو اسلامي امارت بیا د خپلو امنیتي عملیاتو له امله د دې ډلې د بشپړ ځپلو دعوه کوي.


شال نیوز