تهران / واشنګټن / مسقط : د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د عمان په منځګړیتوب هڅې روانې دي، خو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د کښتیو د تګ راتګ د کنټرول او د احتمالي فیس پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف لا هم نه دی هوار شوی.
د رویټرز او الجزیرې ،د اګست د ۶مې، د راپورونو له مخې، ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوې موقتي لارې پر جغرافیایي حدودو تفاهم ته رسېدلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي، چې د دواړو هېوادونو د ګډې اعلامیې مسوده د وروستي کېدو په حال کې ده؛ خو که درېیم اړخونه په دې بهیر کې خنډ جوړ نه کړي، هوکړه به بشپړه شي.
د احتمالي بندوبست له مخې، د کښتیو لپاره به یوه موقتي بحري لاره پرانیستل کېږي چې د ایران او عمان له ساحلي اوبو څخه به تېرېږي. دا لاره ښیي له دوو تر څلورو میاشتو پورې وکارول شي، خو د امنیت، قانوني صلاحیتونو او د کښتیو د تګ راتګ د څارنې په اړه لا هم مهمې مسئلې پاتې دي.
تهران ټینګار کوي چې له عمان سره هره احتمالي هوکړه په خپله د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ ضمانت نه شي کولی. ایران غواړي چې د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره، پوځي اقدامات او اړوند بندیزونه پای ته ورسېږي. تهران همداراز وايي چې له واشنګټن سره مستقیمې خبرې نه کوي او روانې خبرې یوازې له عمان سره دي.
واشنګټن بیا وايي، چې هر ډول موقتي بندوبست باید د کښتیو د تګ راتګ ازادي وساتي او ایران ته د سوداګریزو کښتیو د درولو، تلاشي کولو، د اجازې ورکولو یا د فیس اخیستلو واک ورنه کړل شي. امریکا ټینګار کوي چې هرمز تنګی باید د نړیوال قانون له مخې د ټولو هېوادونو د کښتیو پر مخ ازاد او له هر ډول خنډ پرته پرانیستی وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ،د اګست په ۶مه، ویلي دي چې جګړه به «ډېره زر» پای ته ورسېږي او ایران نور د دې جګړې د اوږدولو توان نه لري. ټرمپ په عین حال کې منلې دي چې د امریکا د ځینو مهمو وسلو زیرمې محدودې شوې دي او د دفاعي وسلو د تولید د زیاتولو لپاره د نویو فابریکو د جوړولو چارې روانې دي.
په ایران کې د پارلمان یوې کمېټۍ د یوې لومړنۍ مسودې څېړنه هم پېل کړې ده. د دې مسودې له مخې، د امریکا، اسراییل او نورو هغو هېوادونو کښتۍ چې ایران یې دښمن هېوادونه ګڼي، له هرمز تنګي څخه منع کېدی شي. په مسوده کې د سرغړوونکو کښتیو لپاره د هغوي د بار د ارزښت تر ۲۰ سلنې پورې د جریمې وړاندیز شوی دی. دا طرحه لا نه ده تصویب شوې او د کارپوهانو له خوا تر څېړنې لاندې ده.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی. له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو نږدې پنځمه برخه د دې تنګي له لارې لېږدول کېده. د رویټرز د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ له دوشنبې تر پنجشنبې یوازې ۳۳ کښتۍ له دې تنګي تېرې شوې، حال دا چې د تېرې اوونۍ په همدې موده کې ۵۰ کښتۍ تېرې شوې وې. په عادي حالت کې به هره اوونۍ شاوخوا ۱۳۰ تر ۱۴۰ کښتۍ له دې لارې تېرېدلې.
د کښتیو نړیوال شرکتونه اندېښنه لري چې د تېرېدو لپاره د فیس یا محصول ټاکل به د امریکا له بندیزونو او د سمندري بیمې له شرطونو سره ستونزې پیدا کړي. د نړیوالې سمندري ادارې شورا ویلي دي چې د هرمز له لارې باید د ټولو هېوادونو کښتیو ته بې توپیره او له خنډ پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او د تېرېدو لپاره باید هېڅ ډول فیس یا محصول وانه خیستل شي.
د الجزیرې د معلوماتو له مخې، د دې بحران د کمولو لپاره د جون پر ۱۷مه د ایران او امریکا ترمنځ یو تفاهم شوی و چې له مخې یې د پوځي عملیاتو درول او د هرمز د لږ تر لږه ۶۰ ورځو پرانیستلو تمه کېده؛ خو د کښتیو د تګ راتګ د لارو او امنیتي ترتیباتو پر سر اختلافونو د دې تفاهم عملي کېدل له ستونزو سره مخ کړل.


شال نیوز