مونیخ : د جرمني د مونیخ لوړ سیمه ییز عدالت ،د اګست په ۶مه، ۲۵ کلن افغان وګړی، چې د جرمني رسنیو له مخې «فرهاد ن.» نومول شوی، د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۱۳مه د کارګرانو د اتحادیې پر لاریون د موټر چلولو په برید کې په عمري بند محکوم کړی دی.
عدالت نوموړی د دوو کسانو په وژلو او د ۲۳ نورو کسانو د وژلو په هڅه کې مجرم بللی دی. په برید کې یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلنه لور سختې ټپیانې شوې وې، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. تر ۴۰ زیات نور کسان هم ژوبل شوي وو، چې د ځینو روغتیايي حالت ډېر نازک ښودل شوی و.
تورن کس د ۲۰۲۵م کال په فبرورۍ کې خپل موټر د مونیخ ښار په یوه لاریون کې پر ګډونوالو ورخېژولی و. دغه لاریون د معاشونو د زیاتېدو لپاره د کارګرانو د اتحادیې له خوا جوړ شوی و. د راپورونو له مخې، هغه له شا څخه پر لاریون کوونکو موټر ورخېژولی و او وروسته د موټر چلولو اعتراف یې هم کړی و.
د جرمني څارنوالانو ویلي وو چې تورن کس ښیي د دیني انګېزې له مخې دا برید کړی وي. د عدالت په وینا، نوموړي غوښتل په جرمني کې په تصادفي توګه خلک ووژني او دا کار یې د اسلامي هېوادونو د مسلمانانو د کړاو پر وړاندې د غبرګون په توګه باله.
عدالت د جرم «ځانګړې دروندتیا» هم تایید کړې ده. دا پرېکړه په جرمني کې د عمري بند له عادي حالت سره پرتله، له ۱۵ کلونو وروسته د مشروطه خوشي کېدو امکان ډېر سختوي.
د مونیخ د موټر برید له پېښې وروسته په جرمني کې د کډوالۍ، امنیت او د پناه غوښتونکو د څارنې په اړه سیاسي بحثونه هم تود شوي وو.


شال نیوز