بنو : د خیبر پښتونخوا د بنو هغه تاریخي ودانۍ، چې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه او د کلونو په تېرېدو زیانمنه شوې وه، له بیارغونې وروسته بېرته فعاله شوې ده. دا کمپاونډ په ۱۸۵۶م کال کې جوړ شوی و. په هغه وخت کې دلته د حکومت مهم دفترونه، محکمه او د جرګو ځای موجود و او د سیمې ډېرې اداري او ټولنیزې چارې به همدلته ترسره کېدې.
د بنو د اوسېدونکي او سرکاري کارکوونکي کفایت الله په وینا، دا ودانۍ د هغه وخت د بنو ډپټي کمېشنر جان نیکلسن جوړه کړې وه. هغه وايي، هغه مهال بنو یوازینۍ ضلعه وه چې کرک او میانوالۍ هم پکې شامل وو. د سیمې مشران او عام خلک به همدې ځای ته راتلل، جرګې به کېدې، پرېکړې به اورول کېدې او د خلکو بېلابېلې ستونزې به همدلته هوارېدې.
د وخت په تېرېدو د دې تاریخي ودانیو ډېرې برخې زیانمنې شوې، خو د بنو انتظامیې څو میاشتې وړاندې د بیارغونې کار پېل کړ. د بیارغونې له بشپړېدو وروسته نیکلسن هاوس، انګرېزي روم، د کمېشنر دفتر، د ډپټي کمېشنر دفتر، کچرۍ او یو شمېر نورې تاریخي ودانۍ بېرته د کارونې وړ شوې دي. د پروژې په ترڅ کې یو نوی کانفرنس هال او جم خانه هم جوړه شوې ده.
د بنو کمېشنر خالد محمود شال نیوز ته ویلي دي، چې د دې تاریخي ودانیو د بیارغونې پر مهال هڅه شوې چې اصلي تاریخي بڼه یې وساتل شي. د هغه په خبره، اوس دا د نولسمې پېړۍ ودانۍ د نننیو اړتیاوو له مخې ورغول شوې ده او په نږدې راتلونکي کې به د خلکو پر مخ هم پرانیستل شي، څو خلک یې له تاریخي او فرهنګي ارزښت څخه ګټه واخلي.
د خالد محمود په وینا، پر دې پروژه ۱۳ کروړه او ۸۴ لکه روپۍ لګښت راغلی، چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورکړی دی. هغه وايي، چې د دې پروژې هدف د تاریخي ودانیو ساتنه، بیا رغونه او بیا کارول دي.
د بنو دې تاریخي کمپاونډ اوس یو ځل بیا خپل پخوانی ارزښت موندلی دی. ځايي خلک هیله لري چې د سیمې نورې تاریخي ودانۍ هم خوندي او ورغول شي، څو راتلونکی نسل له خپل تاریخي میراث سره لا ښه بلد شي.


غلام اکبر مروت