د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان اوسېدونکی جنت ګل ۱۶ کاله وړاندې د ځمکني ماین په چاودنه کې خپله چپه پښه له لاسه ورکړې او تر اوسه له معذورۍ سره ژوند تېروي. نوموړی وايي، چې د ماینونو قربانیان یوازې د بدن اندامونه له لاسه نه ورکوي، بلکې خپل عادي ژوند، د کار توان او د کورنۍ د ملاتړ فرصتونه هم ورسره له منځه ځي.

 

په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان په ګډون، په ګڼو ناامنو سیمو کې د ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو چاودنو زرګونه کسان وژلي، ټپیان کړي او دایمي معذوران کړي دي. په دغو قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 

د وسله‌ وال تاوتریخوالي پر وړاندې د اقدام ادارې د ۲۰۲۵م کال په راپور کې ویلي دي، چې پاکستان د چاودېدونکو وسلو له امله د ملکي وګړو د زیان په نړیوال نوملړ کې شپږم او د ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د پېښو له پلوه اووم ځای لري.

 

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې په پاکستان کې د ځمکي ښخ چؤنکو توکو ۳۱۴ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۱،۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دغو پېښو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۷ سلنه، د ملکي وګړو مرګ‌ ژوبله ۶۰ سلنه او د وژل شویو ملکي وګړو شمېر ۵۶ سلنه زیات شوی دی.

 

راپور وايي، چې ۶۸ سلنه پېښې او ۶۲ سلنه ملکي تلفات د ناقانونه ګرځول شویو وسله‌ والو ډلو له بریدونو سره تړاو لري. په دې لړ کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له امله ۱۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې د بلوچستان لبریشن ارمي په بریدونو کې ۱۰۶ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. همداراز، د بلوچ ریپبلکن ګارډز له خوا په اتو پېښو کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

 

راپور زیاتوي چې لاسي جوړ شوي چاودېدونکي توکي لا هم د ملکي وګړو لپاره تر ټولو لوي ګواښ ګڼل کېږي. د دغو توکو له امله د ثبت شویو ټولو پېښو ۵۷ سلنه او د ملکي تلفاتو ۵۹ سلنه رامنځته شوې ده. ځانمرګي بریدونه، چې د ټولو پېښو یوازې پنځه سلنه جوړوي، د ملکي وګړو د ټولې مرګ‌ ژوبلې ۲۶ سلنه برخه یې رامنځته کړې ده.

 

بلخوا، په پېښور کې د «فاټا ډیسیبل ویلفیئر» په نوم یوې غیر دولتي ادارې ویلي دي، چې له ۲۰۱۷م کال راهیسې نږدې ۵۰۰ ښوونځي ته تلونکي ماشومان د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې معلول شوي دي.

 

د امنیتي او پوځي چارو کارپوهان وايي، په جګړو او ناامنۍ کې پاتې شوي ماینونه او ناچاودلي چاودېدونکي توکي لا هم د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو ژوند ګواښي.

 

د دوي په وینا، د دغو پېښو د قربانیانو حقیقي شمېر ښیي له رسمي شمېرو ډېر وي، ځکه په ناامنو سیمو کې ګڼې پېښې له اړوندو ادارو سره نه ثبتېږي. کارپوهان زیاتوي چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د پېښو بار تر ډېره پر ماشومانو، ښځو، کروندګرو او د کلیوالو سیمو پر اوسېدونکو پرېوځي.