غزني : د افغانستان د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په «سپېده داغ» نومې سیمه ‌ییزې راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته ،د اګست په ۷مه، خپل رسمي نشرات پېل کړل. د پرانیستې په مراسمو کې ځايي چارواکو، د رسنیو مسوولانو، دیني عالمانو او قامي مشرانو ګډون کړی و.

 

د راډیو مسوولینو ویلي دي، چې ډېرې خپرونې به یې ښوونیزې، تعلیمي، خبري، دیني، ورزشي او ټولنیزې وي او هڅه به وکړي د سیمې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو او زده‌ کوونکو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

 

دا په داسې حال کې ده چې هم‌ مهاله کلید رسنیز ګروپ د مالي او اقتصادي ستونزو له امله په غزني، کندهار او خوست کې خپل دفترونه تړلي او ټول ولایتي خبریالان یې هم رخصت کړي دي؛ هغه څه چې د افغانستان د رسنیو د وضعیت او دوامدارو اقتصادي ننګونو په اړه اندېښنې زیاتوي.