واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د رستم بازار په سیمه کې ،د اګست په ۷مه، د جماعت اسلامي د ضلعي امیر ،اسد الله بهیر، په مشرۍ د پټرولو او ډیزلو د بیو د لوړېدو، ګرانۍ او ناامنۍ پر ضد احتجاجي مظاهره شوې ده.

 

مظاهره چیانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او له چارواکو یې وغوښتل چې د ګرانۍ د مخنیوي او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره سمدستي او اغېزمن ګامونه واخلي.

 

اسدالله بهیر وویل، چې ګرانۍ د خلکو ملا ماته کړې او ولس د دوو وخته ډوډۍ برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دی. د هغه په وینا، واکمنه طبقه په مراعاتو او عیاشیو بوخته ده، خو د بېوزله ولس پوښتنه نه کوي.

 

هغه وویل، چې د پټرولو او ډیزلو د بیو د پرله‌ پسې لوړېدو له امله ګراني نوره هم زیاته شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. نوموړي وویل، چې د جماعت اسلامي د مرکزي امیر په لارښوونه په ټول هېواد کې د ګرانۍ پر ضد احتجاجي تحریک روان دی. هغه خبرداری ورکړ چې که د خلکو ستونزې حل نه شي، د احتجاجونو لړۍ به نوره هم پراخه کړي.

 

اسد الله بهیر په کوز سویلي وزیرستان کې د ناامنۍ پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې وخت پر وخت بدې پېښې کېږي، خو صوبايي حکومت د خلکو د ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه نه اخلي. هغه دعوه وکړه چې په پولیسو او ملکي انتظامیه کې د اداري فساد له امله د خلکو ستونزې نه حل کېږي او چارواکي د ولس د مشکلاتو د هواري لپاره جدي نه دي.

 

سیف الرحمن وزیر احتجاج ته په وینا کې وویل چې په هېواد کې د روانې ګرانۍ، ناامنۍ او بې‌ روزګارۍ مسؤلیت پر واکمنې طبقې دی. هغه غوښتنه وکړه چې که حکومت د خلکو ستونزې نه شي هوارولی، واکمنان دې سمدستي استعفا ورکړي. نوموړي وویل، په هېواد کې په میلیونونو خلک له ناامنۍ، بې‌ روزګارۍ او ګرانۍ سره مخ دي، خو واکمنان د ولس ستونزو ته پاملرنه نه کوي.

 

د مظاهرې ترڅنګ، ګډونوالو په واڼا بازار کې لاریون هم وکړ او د ګرانۍ، د پټرولیم توکو د بیو د لوړېدو او ناامنۍ پر ضد یې احتجاج وکړ.