مکه مکرمه : سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ،د اګست په ۷مه، په مکه مکرمه کې د «مکې د ګډ دفاعي تړون» په نوم درې اړخیزه دفاعي هوکړه لاسلیک کړه. د هوکړې له مخې، پر هر یو غړي هېواد وسله‌ وال برید به د درې واړو هېوادونو پر ضد برید ګڼل کېږي.

 

د درې واړو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دا تړون د ګډ امنیت د ټینګښت، د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډې دفاعي وړتیا د پیاوړتیا او په سیمه او نړۍ کې د سولې، ثبات او امنیت د ملاتړ لپاره لاسلیک شوی دی.

 

هوکړه د سعودي ولي عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف له خوا لاسلیک شوه. د خپرو شوو معلوماتو له مخې، اردوغان او شهباز شریف د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز په بلنه سعودي عربستان ته تللي وو او محمد بن سلمان د مکې مکرمه په صفا ماڼۍ کې له دواړو مشرانو هرکلی وکړ.

 

په غونډه کې د درې واړو هېوادونو پر تاریخي اړیکو، اسلامي ورورولۍ، ګډو ستراتیژیکو ګټو، دفاعي همکاریو او سیمه‌ ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وشوې.

 

د خبرپاڼې له مخې، د درې واړو هېوادونو ترمنځ به دفاعي همغږي، پوځي اړیکې او د امنیتي همکاریو نورې برخې پراخېږي. خو په رسمي بیان کې د هر هېواد دقیقې پوځي ژمنې او د برید په صورت کې د ګډ غبرګون عملي څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

 

د ترکیې چارواکو ویلي دي، چي تړون یوازې دفاعي بڼه لري، د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی او نورو سیمه‌ ییزو هېوادونو ته هم د یوځای کېدو امکان پکې شته. د درې واړو هېوادونو مشران وايي، چي د دې هوکړې موخه د ګډ امنیت، سیمه‌ ییزې سولې او دفاعي شراکت پیاوړتیا ده.