میرام شاه : د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ،محمد تیمور خان افریدي، د ۱۴۴مې مادې له مخې، د اګست پر ۸مه، د سهار له پنځو بجو تر ماښام اوو بجو پورې پر یو شمېر مهمو لارو د خلکو، موټرو او هر ډول ترافیکي تګ راتګ بندیز لګولی دی.
دا پرېکړه د ۷م ډویژن د استخباراتي څانګې د راپور پر بنسټ شوې ده. په رسمي حکم کې ویل شوي دي چې دغه محدودیتونه د قانون او نظم د ساتنې، د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ، د لوژستیکي توکو د لېږد او په مهمو سیمو کې د امنیتي ترتیباتو د پلي کولو په موخه لګول شوي دي.
د بندیز ساحه کې د بنو - میرام شاه عمومي سړک له تکې چیک پوسټ څخه تر میرام شاه کمپ پورې، د ټل - میرعلي سړک له پټاسي چیک پوسټ څخه تر شیوې پورې، د میرعلي بازار - خیسور لار، د رزمک - میرام شاه سړک له ایشا چیک پوسټ څخه تر رزمک پورې او د میرام شاه - غلام خان سړک شامل دي.
د میرام شاه - دته خېل لار، د دوسالي - ګریوم سړک، له سپین وام څخه د ټل - میرعلي عمومي سړک پورې لار او هغه ټولې فرعي لارې هم د بندیز برخه دي چې له امنیتي تاسیساتو څخه له یادو شویو سړکونو سره نښلي.
د حکم له مخې، امبولانسونه، د اور وژنې موټرونه او د قانون نافذوونکو ادارو وسایط له دې محدودیت څخه مستثنا دي. له دې پرته، یوازې هغه کسان او موټرې د بیړنیو چارو لپاره د تګ اجازه لري چې د ضلعي پولیسو یا امنیتي ځواکونو له خوا ورته څرګنده اجازه ورکړل شوې وي.
اجازه ورکړل شوي کسان او موټرونه به اړ وي چې خپل شناختي کارت او د موټر اسناد وړاندې کړي. د امنیتي ځواکونو د موټر له لیدلو سره سم باید خپل موټر لږ تر لږه ۵۰ متره لرې ودروي.
د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې خبرداری ورکړی دی چې د دې حکم سرغړونکي به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې له قانوني اقدام سره مخ شي. حکم به د اګست پر اتمه د سهار په پنځه بجې عملي او تر ماښام اوو بجو پورې به نافذ وي.


صفدر داوړ