پبي، نوښار : د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي صدر ،میا افتخار حسین، دعوه کړې ده چې په صوبه کې وسله وال په ګڼو سیمو کې موجود دي، مردان یې د ترهګرو د فعالیتونو مرکز بللی او ویلي یې دي چې د ده په وینا، له دغه ځایه د صوبې نورو سیمو ته وسله وال استول کېږي او فعالیتونه یې سمبالېږي.

 

نوموړي دا څرګندونې د ۲۰۲۶م کال ،د اګست په ۲مه، د نوښار د پبو په غازي ماډل سکول کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

 

میا افتخار حسین وویل چې د خیبر پښتونخوا امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او وسله وال د نوښار په ګډون د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې حضور لري. نوموړي زیاته کړه چې که حالات هر څومره خراب شي، عوامي نېشنل ګوند به د خلکو تر څنګ ولاړ وي او خپل سیاسي سفر به روان ساتي.

 

هغه دعوه وکړه چې د نوښار په ارمړ، سپین خاک، صالح خانه، رشکۍ، بدرشو، رسالپور، نظام پور او خېشکو سیمو کې وسله وال مېشت دي. د هغه په وینا، ډېر وسله وال په کرايي کورونو کې اوسېږي او د عامو خلکو په سیمو کې ځانونه پټوي.

 

میا افتخار مردان د ترهګرو د فعالیتونو د مرکز په توګه یاد کړ او ویې ویل چې له دغه ځایه د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو ته وسله وال استول کېږي، د هغوي فعالیتونه همغږي کېږي او ورته لارښوونه کېږي. نوموړي همداراز دعوه وکړه چې په ملاکنډ ډویژن کې تر څلوېښتو زرو پورې وسله وال موجود دي او د ده په وینا، د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

 

میا افتخار حسین د تېرو ټاکنو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې ورته ویل شوي وو، چې که د عوامي نېشنل ګوند پر ټکټ ټاکنو ته ونه درېږي، نو بریالی به شي. نوموړي زیاته کړه چې د باچا خان قافله به خپل سیاسي سفر ته دوام ورکوي.

 

د میا افتخار حسین د دغو دعوو په اړه د صوبايي حکومت، ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو له خوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند شوی. شال نیوز په خپلواکه توګه د وسله والو د شتون، شمېر او د مردان له لارې د هغوي د فعالیتونو د تنظیم دعوې نه شي تاییدولی.