سوات : د سوات په کبل کې د ځانمرګي برید پر ضد او د امن د ټینګښت په ملاتړ سلګونه کسانو لاریون وکړ او ویې ویل چې له تاوتریخوالي او بریدونو سره به هم د امن غوښتنې ته دوام ورکړي. د اګست په ۷مه، دا لاریون د سوات په نشاط چوک کې ترسره شو چې پکې د سوات قامي جرګې مشرانو، سیاسي فعالانو او د بېلابېلو ګوندونو غړو ګډون کړی و.

 

ګډونوالو شعارونه ورکول چې له وېرې نه تسلېمېږو او امن زموږ اساسي حق دی. هغوي وویل چې چاودنې او تاوتریخوالی به یې د امن غوښتنې مخه ونه نیسي.

 

ویناوالو وویل، چې پښتني سیمې له تېرو څو لسیزو راهیسې د ناامنۍ او ترهګرۍ له اغېزو کړېږي او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د امنیت په تګلارو له سره غور وکړي او خلکو ته دې د خوندي ژوند زمینه برابره کړي.

 

دوي د کبل په وروستي ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډول بریدونه د سیمې د امن او ثبات د ګډوډولو هڅې دي.

 

د سوات قامي جرګې مشر مختیار خان یوسفزي وویل، چې د ترهګرۍ موخه په خلکو کې د وېرې خپرول دي، خو د سوات خلک به د دغسې بریدونو له امله له خپلو غوښتنو تېر نه شي.

 

د سوات پخواني ناظم شاهد علي وویل، چې هره ناامني د سوات پر اقتصاد او ګرځندوی ناوړه اغېز کوي. د هغه په وینا، که په سیمه کې امن وي، نو سیاحت به وده وکړي او د خلکو اقتصادي وضعیت به هم ښه شي.

 

ویناوالو ټینګار وکړ چې د سوات خلکو د امن لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او نور د ناامنۍ د تکرار زغم نه لري. د امن لاریون پر مهال امنیتي تدابیر هم سخت وو. پولیسو په بېلابېلو ځایونو کې امنیتي پوستې او واک ترو ګېټونه لګولي وو.