باجوړ : د باجوړ د ډپټي کمشنر دفتر وايي، چې ډپټي کمشنر ،عدنان فرید، د اګست په ۷مه، د عامه خدمتونو د څارنې په لړ کې د جار پل، د ګردۍ  هایر سیکنډری سکول د اتمان خېل (قذافي) تحصیل دفتر او د نادرا د مرکز کتنه کړې ده.

 

نوموړي لومړی د جار پل د جوړولو روان کارونه وکتل او د کارونو چټکتیا او د کارول کېدونکو توکو معیار یې وڅېړه. اړوندو چارواکو ته یې وویل چې په پروژه کې دې د لوړ معیار توکي وکارول شي، کارونه دې چټک او پل دې په ټاکلې موده کې مکمل کړل شي، څو خلکو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

 

تر دې وروسته ډپټي کمشنر د ګردۍ هایر سیکنډری سکول ته ولاړ. د ښوونځي له ټاکلي وخت وړاندې د رخصتېدو له امله یې خپګان څرګند کړ او پرنسپل ته یې وویل چې د ښوونځي د رسمي وخت پابندي دې په کلکه وشي او ښوونیز نظم دې هرومرو وساتل شي.

 

نوموړي د اتمان خېل (قذافي) تحصیل دفتر هم وکوت او هلته یې د پاکوالي، د خلکو لپاره د اسانتیاوو او د دفتري چارو حالت وڅېړه. اړوندو چارواکو ته یې د پاکوالي د نظام د لا ښه کولو او په دفتر کې د خلکو د بنیادی ضرورتونو د پوره کولو سپارښتنه وکړه.

 

په پای کې یې د قذافي د نادرا د ثبت مرکز وکوت او په بېلابېلو کاونټرونو کې یې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو حالت وڅېړه. د مرکز مسؤل ته یې وویل چې خلکو ته دې له هر ډول خنډ پرته پر وخت او غوره خدمتونه ورکړل شي او د کارکوونکو ښه چلند دې یقیني کړل شي.