لنډي کوتل : په خیبر کې د شینواري قام د کنډوخېلو مشرانو او ځايي خلکو د سپین ږیري سوداګر ،لعل ظریف، چې په «لنډي حاجي» مشهور دی، د مبینه تښتونې پر ضد احتجاج کړی او د چروازۍ په سیمه کې یې پاکستان - افغانستان لویه لار د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلې ده.
ځايي سرچینې وایي، چې لعل ظریف نن ،د اګست په ۷مه، سهار د ناڅرګنده کسانو له خوا له ځان سره وړل شوی دی. د پېښې پر ضد د خوګا خېلو د کنډوخېلو قبیلې مشرانو او ځايي خلکو احتجاج وکړ، چې له امله یې د لویې لارې دواړو خواوو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مسافر له ستونزو سره مخ دي.
مظاهره چیانو غوښتنه کړې چې لعل ظریف دې تر سبا پورې په خوندي توګه راخوشی کړل شي. هغوي خبرداری ورکړی دی چې که تاجر خوشی نه شو، نو پراخو احتجاجونو ته به دوام ورکړي. مظاهره چیانو همداراز غوښتنه کړې چې په پېښه کې ککړ کسان دې ونیول شي او قانوني چلند دې ورسره وشي.
ځايي سرچینې وایي، چې پولیسو د پېښې خبر اخیستی او د لعل ظریف د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي؛ خو پولیسو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.


شال نیوز