پېښور : د خیبر پښتونخوا صوبايي محتسبې ،رباب مهدي، ویلي دي، چې د ادارې د قانوني اقداماتو په پایله کې په صوبه کې ښځو ته د شاوخوا ۴.۱ اربه روپیو مالیت جایدادونه بېرته ورکړل شوي دي.
نوموړې ،د اګست په ۷مه، ویلي، چې تېر کال د ښځو په ګډون د ولس د شکایتونو د هواري لپاره د ۱۹ زرو څخه د زیاتو قضیو اورېدنې شوې دي، په داسې حال کې چې هره ورځ په اوسط ډول له ۸۰ څخه تر ۲۰۰ پورې شکایتونه او مقدمې هوارېږي.
د رباب مهدي په وینا، ښځو ته د هغوي تر دروازو د انصاف رسولو لپاره د لومړي ځل په توګه ځانګړې پرانیستې کچهرۍ هم جوړه شوې ده. په بنو او ډېره اسماعیل خان کې د ترسره شویو دغو کچهریو پر مهال ښځو ته زمینه برابره شوې چې خپل قانوني، کورني او د جایدادونو اړوندې ستونزې په مستقیم ډول وړاندې کړي.
هغې وویل چې د ولسي شکایتونو د اغېزمن هواري او له قانون جوړونې سره د مرستې لپاره له قامي اسمبلۍ او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سره د همکارۍ هوکړې هم لاسلیک شوې دي.
دا څرګندونې صوبايي محتسبې رباب مهدي ګورنر فیصل کریم کونډي ته د ادارې د کلني کارکردګۍ راپور وړاندې کولو پر مهال وکړې. ګورنر د ښځو د قانوني او اقتصادي حقونو د خوندي کولو په برخه کې د صوبايي محتسبې د ادارې هڅې وستایلې.


شال نیوز