کیشیناو : د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو ،د اګست په ۷مه، ویلي دي چې هغه دولتي چارواکي چې د طالبانو د کرنې وزارت د پلاوي دې هېواد ته د سفر زمینه یې برابره کړې، له انضباطي اقداماتو سره به مخ شي.

 

ساندو دغه سفر شرموونکی بللی او ویلي یې دي چې د دولت ځینو لوړپوړو چارواکو د افغانستان په اړه د مالدووا له بهرنۍ پالیسۍ څخه ځان نه دی خبر کړی. هغې زیاته کړې، چې د کرنې وزارت چارواکو د سفر د غوښتنې تر تایید مخکې د طالبانو د ادارې په اړه د خپل هېواد رسمي دریځ نه دی ارزولی، او د بهرنیو چارو وزارت هم دغه غوښتنه تایید کړې ده.

 

د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت ،د اګست پر ۳مه، تایید کړه چې د افغانستان د کرنې وزارت یو پلاوي ته یې د ننوتلو ویزې ورکړې دي. وزارت ویلي، دغه سفر د مالدووا د ځینو کرنیزو تولیدوونکو او د کرنې وزارت ترمنځ د هغو خبرو په لړ کې ترسره شوی چې افغانستان ته د احتمالي بشري صادراتو په اړه شوې وې.

 

د وزارت په وینا، د پلاوي غړي په نړیوالو بندیزونو کې شامل نه دي؛ خو مالدووا د نړیوالو بندیزونو ټول نظامونه رعایتوي او د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني. له پلاوي سره به هېڅ رسمي یا دوه‌ اړخیزه لیدنه هم نه ترسره کېږي.

 

د مالدووا حکومت د دې سفر د بلنې او ویزو د صادرېدو د څرنګوالي په اړه څېړنه پېل کړې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ داخلي کړنلارې بیا ارزوي.

 

د مالدووا لومړي وزیر واسیلي توفان هم مخکې د طالبانو د پلاوي سفر «شرموونکی او د نه منلو وړ» بللی و. هغه ویلي وو چې که څه هم اداري کړنلارې عملي شوې دي، خو د دې پرېکړې سیاسي او ډیپلوماتیکې پایلې په سمه توګه نه دي ارزول شوې.

 

د مالدووا د کرنې وزارت دولتي سکرتر واسیلي شاربان ویلي دي، چې د دغه پلاوي د سفر غوښتنه د یو سیمه‌ ییز شرکت په غوښتنه شوې وه چې غوښتل یې افغان بازار ته خپل صادرات پراخ کړي.