اسلام ‌اباد / کراچۍ / پېښور : د ال پاکستان ګډز ټرانسپورټ اتحاد ویلي دي چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدو وروسته یې د مالونو د لېږد رالېږد هړتال له نن ،د اګست له ۸مې، نه تر نامالومه مودې پورې په ټول پاکستان کې عملي کړی دی.

 

د اتحادیې د ویاند او د مال وړونکو موټرو د مالکانو د اتحادیې مشر ،محمد اویس چودري، په وینا، ټرکونه، ټریلرونه، د خوراکي تېلو او پټرولو ټانکرونه او نور د ښارونو ترمنځ مال وړونکي ګاډي له جمعې شپې راهیسې په ټاکلو ځایونو کې درول شوي دي.

 

نوموړي ویلي دي چې هړتال به تر هغه دوام ولري چې حکومت د ټرانسپورټ اتحادیو غوښتنې ونه مني. د ده په وینا، له حکومتي استازو سره د مالونو د بار د حد، د ډیزلو د بیې، د موټروې د ټالونو، ټېکسونو او جریمو په اړه خبرې بې پایلې شوې دي.

 

د ټرانسپورټ اتحادیې غوښتنه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې دې د موټرو د بار حد په یو شان ډول عملي شي او لس ټایره ګاډو ته دې د ۳۵ ټنه بار اجازه ورکړل شي. دوي د ډیزلو او ټولونو د بیو د کمولو، د مال وړونکو موټرو اووه سلنه ټېکس دوه سلنې ته د راکمولو او د ګمرکي سرغړونو په تور د ټول ګاډی د ضبطولو د قانون د بېرته اخیستو غوښتنه هم کوي.

 

د مواصلاتو وفاقي وزیر ،عبدالعلیم خان، ویلي دي چې د ټرانسپورټ اتحادیې له استازو سره به ،د اګست په ۱۰مه، د خبرو نوی پړاو ترسره شي، خو اتحادیه وايي چې تر هغې پورې به هړتال روان وي.

 

په پېښور کې د مال وړونکو موټرو اتحادیې هم د بشپړ هړتال اعلان کړی دی، په داسې حال کې چې د بلوچستان ګډز ټرک اتحادیې د هېواد له‌ کچې هړتال ملاتړ کړی دی.

 

د مال وړونکو موټرو درېدل د سبزیو، مېوو، غنمو، سرې، تېلو او نورو اړینو توکو پر رسونه، د بندرونو پر درامداتو او برامداتو  او د بازارونو پر بیو اغېز لرلی شي. دا هړتال د مالونو د لېږد موټرو پورې محدود دی؛ د مسافر وړونکو بسونو او ټکسیانو د بندېدو په اړه جلا اعلان نه دی شوی.