هنګو : د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي اېس پي ار، ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د حافظ ګل بهادر ډلې ۱۲ وسله وال ژوندي نیول شوي او د ډلې پر ضد عملیات لا هم روان دي.
د ایي اېس پي ار په وینا، امنیتي ځواکونو ،د اګست په ۷مه، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د هنګو د شنکۍ بانډې په سیمه کې عملیات کړي دي. نیول شوي وسله وال د تېرې اوونۍ د یو بي ایل بانک پر برید کې د ککړې ډلې غړي بلل شوي دي.
د پوځ د بیان له مخې، له وسله والو څخه درنه وسله، مهمات او نور پوځي توکي ترلاسه شوي او د هغوي ګڼ شمېر پټنځایونه هم ویجاړ شوي دي. ایي ایس پي ار وايي، چې په سیمه کې د پلټنې او پاکولو عملیات دوام لري.
د ای ایس پی ار په خبره د همدې عملیاتو په ترڅ کې اووه وسله وال وژل شوي وو. د نښتې پر مهال د امنیتي ځواکونو ۲۷ کلن افسر کیپټن حمزه هم له وسله والو سره په جګړه کی وژل شوی دی. ایي ایس پي ار ویلي چې کیپټن حمزه له دې وړاندې هم د وسله والو پر ضد په ګڼو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
د پوځ په وینا، وژل شوي وسله وال د وژنو، تښتونو، لوټمارۍ او نورو جرمونو په قضیو کې حکومت ته مطلوب وو. چارواکي وايي، د سیمې تر بشپړې پاکېدو پورې به عملیات روان وي.
د یادو عملیاتو پخلی د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلی کړی دې او په نښته کې یې د کیپټن حمزه د وژنې زمه واري منلې ده، خو یادې ډلې د دولس نیول شویو او اووه وژل شویو وسله والو په اړه هېڅ ډول تایید یا تردید ندی کړی.


علي افضل افضال