اسلام اباد : د پاکستان حکومت یو ځل بیا تحریک انصاف ته د سیاسي خبرو د پېل بلنه ورکړې، خو تحریک انصاف وايي چې تر هغو به له حکومت سره په رسمي خبرو کښېني نه، څو چې د ګوند له بندي بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره د لیدو اجازه او د نوموړي شخصي ډاکټرانو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې نه وي.
د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ چیف وېپ عامر ډوګر ،د اګست په ۷مه، د قامي اسمبلۍ له سپیکر سردار ایاز صادق سره په پارلمان کې لیدلي دي. د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري هم په دې لیدنه کې موجود و.
ډاکټر طارق فضل چوهدري له لیدنې وروسته رسنیو ته وویل، چې حکومت تیار دی چې د تحریک انصاف په خوښه د پارلمان په ودانۍ کې د سیاسي خبرو لپاره ځای وټاکي. هغه وویل، چې وزیراعظم شهباز شریف له دې وړاندې هم مخالفو ډلو ته د خبرو بلنه ورکړې وه، خو تحریک انصاف ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د ده په وینا، سیاسي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او اوس پرېکړه د تحریک انصاف په لاس کې ده. حکومت ټینګار کوي چې د هېواد سیاسي اختلافات باید په پارلمان او د خبرو له لارې هوار شي.
د تحریک انصاف د مرکزي اطلاعاتو سیکتر شیخ وقاص اکرم ویلي دي چې د حکومت له خوا د موضوع وړاندې کول بشپړ نه دي. د ده په وینا، خبرې هغه وخت ممکنې دي چې د باور وړ مناسب ماحول رامنځته شي.
تحریک انصاف غوښتنه کړې ده چې د ګوند مشرانو ته له عمران خان سره د ملاقات اجازه ورکړل شي او د نوموړي شخصي ډاکټرانو ته د هغه د معاینې او درملنې زمینه برابره شي. وقاص اکرم ویلي دي، چې که حکومت دغه شرطونه پوره نه کړي، نو له حکومت سره کښېناستل به یوازې د عکسونو لپاره وي.
د قامي اسمبلۍ سپیکر د تحریک انصاف نه د پارلماني کمېټو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه هم کړې، خو ګوند ویلي دي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به عمران خان کوي.
د تحریک انصاف مرکزی سیکرټری جنرل سلمان اکرم راجا ویلي دي چې عمران خان باید د خبرو په ټول بهیر کې شامل وي. د ده په وینا، د ګوند لومړۍ غوښتنه دا ده چې عمران خان روغتون ته ولېږدول شي او سمه درملنه یې وشي؛ له دې وروسته دې هغه له زندانه خوشی شي او د ده پر ضد ثبت شوې، د ګوند په وینا، ناسمې مقدمی دې ختمې شي.
راجا ویلي دي چې اوسنی پارلمان او صوبايي اسمبلۍ د خلکو ریښتینی استازیتوب نه کوي او د انتخاباتي درغلیو په اړه د تحریک انصاف اعتراضونه باید د خبرو د اجنډا برخه وي.
د تحریک انصاف د فعالانو او مشرانو پر ضد ثبت شوې قضیې هم د حکومت او دې ګوند ترمنځ د اختلافونو له مهمو موضوعاتو څخه دي. په پنجاب کې د عمران خان د خوشي کېدو په غوښتنه د احتجاجونو په تړاو د تحریک انصاف د یو شمېر مشرانو او فعالانو پر ضد قضیې ثبت شوې او ګڼ کسان نیول شوي دي.
پولیسو په دغو مقدمو کې د لارو بندولو، د احتجاجي غونډو جوړولو او د حکومت پر ضد د شعارونو تورونه لګولي، خو د تحریک انصاف وکیلان وايي چې پر نیول شویو کسانو لګېدلي تورونه بې اساسه دي.
د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د خبرو پخوانی بهیر هم د عمران خان د خوشي کېدو، د مې د نهمې ۲۰۲۳م او د نومبر د ۲۶مې ۲۰۲۴م پېښو د څېړلو لپاره د عدالتي کمېسیونونو جوړولو، او د تحریک انصاف د بندیانو د خوشي کېدو پر غوښتنو له اختلافاتو سره مخ شوی و.
تر اوسه د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د رسمي خبرو لپاره نوې ناسته او نېټه نه ده اعلان شوې. د دواړو خواوو له څرګندونو ښکاري چې د خبرو د بیا پېل لپاره د عمران خان سره د ملاقات، د هغه د روغتیا او درملنې، انتخاباتي اعتراضونو او د تحریک انصاف د فعالانو پر ضد د مقدمو موضوعات لا هم اساسي خنډونه دي.


شال نیوز