نوښار : د وافي انرژۍ پاکستان کمپنۍ د نوښار د تارو جبې په ټرمینل کې د ۷.۴ میلیونه لیټره پټرولو د ساتلو وړتیا لرونکی نوی ټانک ،د اګست په ۷مه، پرانیستی دی.
د کمپنۍ په وینا، دا نوی ټانک به په خیبر پښتونخوا کې د پټرولو رسونه ښه او باوري کړي. د هېواد شمالي او سیاحتي سیمو ته پر تلونکو لویو لارو د تېلو اړتیاوې پوره کول هم د دې پروژې له موخو څخه دي.
د پرانیستې په مراسمو کې د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې «اوګرا» لوړپوړي چارواکي ،سهیل احمد طارق، او د وافي انرژۍ استازو ګډون کړی و. د وافي انرژۍ پاکستان مشر زبیر شیخ وویل، چې په هېواد کې د تېلو اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي؛ ځکه نو د تېلو کافي زېرمې او مصرفوونکو ته د دغو زېرمو نږدېوالی د باوري رسونې لپاره ډېر مهم دي.
د کمپنۍ په خبره، د نوي ټانک د جوړولو کار یو کال وخت نیولی او په دې موده کې شاوخوا درې لکه کاري ساعتونه بشپړ شوي دي. کمپنۍ وايي، چې د جوړولو پر مهال د خوندیتوب کومه پېښه نه ده شوې.
وافي انرژۍ وايي، چې په ټول پاکستان کې یې د شېل له ۷۰۰ زیات د تېلو پمپونه فعال دي او په ۲۰۲۶م کال کې یې ۳۲ نوي پمپونه هم جوړ کړي دي.
تر اوسه نه دي ویل شوي چې د دې نوي ټانک له پرانیستل کېدو سره به د پټرولو پر بیو څه اغېز وشي او یا به د بیړني حالت لپاره له دې زېرمې څومره تېل بېل ساتل کېږي.


ندیم مشواني